د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن دوشنبه د هغه پرېکړهلیک پر متن رأی واخلي چې د بیتالمقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پرېکړې د ردولو لپاره برابر شوی دی.
رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو پرون د داسې ډیپلوماټانو په حواله دا خبر خپور کړی چې د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه نهدي خپاره شوي.
د رپوټونو په حواله، د امنیت شورا پرېکړه په یوه مخ کې په ملګرو ملتونو کې د مصر پلاوي برابر کړی دی.
په هغه کې لیکل شوي چې د بیتالمقدس په اړه شوې پرېکړه قانوني اړخ نهلري او باید لغو شي.
د امنیت شورا ۱۵ غړو د جمعې په ورځ دا معلومات کتلي او که نن د شورا نهه غړي مثبته رأیه ورکړي، تصویب به شي. خو د تصویب په صورت کې هم د امریکا متحد ایالات کولای شي چې هغه ویټو کړي.