په «م.م»کې د روسیې سفیر: د امریکا په مشرۍ ائتلاف د سوریې د وېشلو هڅه کوي

روسي رسنۍ راپور ورکوي چې ملګرو ملتونو ته د روسیې سفیر په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف تور پوري کړی چې غواړي سوریه وويشي او هغه داسي چې له داعش څخه په نيول شويو سيمو کې ځايي حکومت جوړول غواړي.

ملګرو ملتونو ته د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۸» د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غونډه کې اعتراض وکړ چې د کردانو او عرب جنګياليو ائتلاف چې په دې وروستیو کې يې رقه ښار له داعش جنګیاليو څخه ونیوه، په سیمه کې د سوريې د حکومت له ښکېلتيا پرته حکومت جوړوي او اقتصاد پر پښو دروي.

د روسيې انترفکس او «ار. ای. اې» خبري اژانسونو په دې اړه راپور ورکړی دی.

روسیه دا شکايت په داسې حال کې کوي چې د سوريې د حکومت او د ياغي ډلو پلاوي په ژنیو کې د مذاکراتو اتم دور ته راټول شوي دي او غواړي د سوريې شپږ کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د سوریې د سولې په اړه د غونډې څنډه.

روسیې او سوريې د ژنيو په مذاکراتو کې د سوریې پر ۵۵ فیصده ځمکه د حکومت کنټرول ستايلی دی په ځانګړې توګه چې د سوريې او عراق سرحدي سیمې يې له داعش څخه تصفیه کړې.

د رقه مهم ښار چې داعش د خپل خلافت مرکز اعلان کړی وو، له امریکا سره د متحدو ځواکونو لاسو ته ولوېد، خو هغوی د سوريې د ولسمشر بشار اسد مخالفين دي.

امریکا مېشتې سوري ډیموکراټ ځواکونه چې ډېری د کرد او عربو جنګيالیو ائتلاف دی، ويلي غواړي په هغو سیمو کې چې دوی ازادې کړي، خپل حکومت جوړول غواړي.

د امریکا دفاع وزارت د دې هدف ملاتړ کړی او امريکايي ځواکونه يې په دغه ځای کې پرې ايښي چې د ياغيانو د ائتلاف ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر.

ملګرو ملتونو ته د روسیې استازي همداراز په امنيت شورا غونډه کې وويل چې روسيه به وروسته له دې پر بحراني پولو د ملګرو ملتونو بشري مرستې نه مني ځکه دا کار د سوريې له خپلواکي سرغړونه ده.

ده وويل، روسيه ځکه د بشري مرستو په وړلو کې تغيیر غواړي چې د بشري مرستو په توضيع کې باید نظم راشي او بايد د تروریستانو لاسو ته ونه لوېږي يا هم باید پر سوري خلکو بېرته په زیاته بيه ونه پلورل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رئيس مارک لوکاک د امنيت شورا په غونډه کې د مرستو پر نوي کولو ټينګار وکړ خو ده وويل هغه مرستې چې د ژوند ژغورلو لپاره وي.