په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د محقق د وروستیو څرګندونو په اړه اعتراضیه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» د کابل په شهرنو پارک کې جوړه شوې وه ګډوانوالو یې د محقق څرګندونې غیر مسؤلانه او پارونکې وبللې.
د ازادي راډيو خبریال محمد حدیث پردېس هم دغې اعتراضیه غونډې ته ورغلی وه او دغه راپور یې جوړ کړی دی:
Your browser doesn’t support HTML5
د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د وروستیو څرګندونو په اړه په افغانستان کې ورځ تر بلې غبرګونونه زیاتېږي.
تازه په کابل ښار کې د ځوانانو یو مدني نهاد د ښاغلي محقق وروستۍ څرګندونې د ملي ګټلو خلاف عمل بللی او له حکومتهيې غوښتنه کړې چې له محققه په دې اړوند پوښتنې ګروېږنې وکړي.
له دې وړاندې مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم د محقق د څرګندونو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.
په همدې اړه د ازادي راډیو خبریال اکرامالله اکرام د حقوقي چارو له یوه کارپوه کبیر رنجبر سره خبرې کړي او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د محقق د څرګندونو په وړاندې د غبرګونونو د زیاتېدو پایلې به څه وي؟
Your browser doesn’t support HTML5