حریري: په حکومت کې داسې ګوند نه‌غواړم چې په نورو عربي هېوادونو کې مداخله کوي

د لبنان صدراعظم سعد حریري.

د لبنان صدراعظم سعد حریري بیا خبرداری ورکړی چې که حزب‌الله په سیمه کې له کړکېچونو ځان ونه‌باسي، استعفا به ورکړي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري دغه خبرداری پرون د فرانسې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې ورکړی او ویلي یي دي چې که د ایران ملاتړې حزب‌الله ډله د بې‌پرې والي لپاره د لبنان پالېسي ونه‌مني او په سیمه کې له کړکېچونو ځان ونه‌باسي، استعفا به ورکړي.

حزب‌الله شیعه ډله چې د لبنان په ائتلافي حکومت کې شامله ده، له څو کلونو راهسیې یې په ښکاره په سوریه کې په څه باندې شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د سوني یاغیانو پر ضد د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت په خوا کې جګړه مخ ته وړې او په وروستیو کې یې هم عراق ته ځواکونه استولي چې په دې هېواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د بغداد له واکمن شیعه رژیم سره مرسته وکړي.

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله.

سعد حریري له فرانسوي سي نیوز خبري چینل سره په مرکه کې وویل، دی په خپل حکومت کې داسې ګوند نه‌غواړي چې په نورو عربي هېوادونو کې مداخله کوي.

حریري وویل، دی دې ته منتظر دی چې د بې‌پرې والي پر پالېسۍ چې حکومت‌یې پرې موافقه کړی، عمل وشي او زیاته‌یې کړه داسې نه‌شي کېدای چې یو څوک خبره یو ډول او عمل بل ډول وکړي.

حریري وویل، یوازې په هغه صورت کې د صدراعظمۍ پر څوکۍ پاتې کېږي چې حزب‌الله بې‌پرې والی ومني او که داسې ونه‌کړي دغه څوکۍ به پرېږدي.

د خلیج یو شمېر نورو هېوادونو هم حزب‌الله تورنه کړې چې په یمن کې د شیعه حوثي ډلې له یاغیانو او هم په بحرین کې د شیعه سخت دریځو ملاتړ کوي.

حزب‌الله دغه تورونه رد کړي دي.

حریري وویل، لبنان د حزب‌الله چې د ایران لپاره په سوریه، عراق او نورو ځایونو کې ښکېله ده په څېر مسایل په خپله نه‌شي هوارولی.

سعد حریري

هغه زیاته کړه د ایران مداخلې پر موږ ټولو اغېز کړی دی.

که غواړو داسې پالېسي ولرو چې د ټولې سیمې په ګټه وي، نو راته په کار ده چې مداخله وکړو.

حریري ټینګار وکړ چې سیمه یوې هر اړخیزې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

حریري له دې مخکې سعودي عربستان ته په سفر کې د نومبر په ۴مه هم خپله استعفا اعلان کړې وه.

خو وروسته له هغې چې د لبنان نورو سیاسي مشرانو د هغه استعفا ونه‌منله، بېرته خپل هېواد ته ستون شو تر څو پر بدلونونو له هغوی سره خبرې وکړي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري: خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلم

ایران له کلونو راهیسې په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد خوا نیولې او په یمن کې یې هم د حوثي ډلې د یاغیانو ملاتړ کړی دی.

که څه هم دا یې رد کړې چې دغې ډلې ته وسلې ورکوي.

په سیمه کې د تهران لوی رقیب ریاض بیا په سوریه او یمن کې په جګړو کې د ښکېلو سني ځواکونو ملاتړ کوي.