د لوړو زده‌کړو وزارت: د زهرا خاوري د ځان وژنې د لامل د موندلو لپاره څېړنې پیل شوي

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت کابل ته د زهرا خاوري د کورنۍ د راتګ انتظار باسي.

دوی هیله‌مند دي چې د زهرا کورنۍ به د نوموړې د ځان وژنې د اصلي لامل په موندلو کې له جنايي او قضايي بنسټونو سره مرسته وکړي.

د یاد وزارت ویاندې عارفې پیکان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، د زهرا خاوري د ځان وژنې د لامل موندلو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د دایکنډي ولایت اوسېدونکې زهرا خاوري چې د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي د وروستي کال محصله وه د تېرې یکشنبې په ورځ ځان وژنه وکړه چې لاملونه‌یې بېلابېل ښودل شوي دي.

یوسف خان ځدراڼ د موضوع په اړه راپور لري چې د زهرا د همصنفۍ په غږ پیلېږي:

Your browser doesn’t support HTML5

د یوسف خان ځدراڼ راپور