د مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته انتحاري حمله کوونکی څنګه ننوتی و؟

د هلمند د مارجې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته ځانمرګی بریدګر څنګه ننوتی و؟

که څه هم د هلمند په مارجه کې دا پېښه د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه شوې وه، خو جزئیات‌يې هغه مهال څرګند شول چې امنیه قوماندانۍ او ولایتي شورا يې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، په دې اړه یو شمېر مشکوک کسان نیول شوي، خو لا هم څرګنده نه‎ده چې څنګه یاد بریدګر دننه شوی و.

د هلمند ولایتي شورا بیا وايي، د پولیسو په لیکو کې دغه ډول کارونه ډېر خطرناک تمامېږي.

بشپړ راپور د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور