د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د طالبانو د مخدره موادو پر لابراتوار د هوايي حملو په اړه انتقاد


  • واشنګټن پوسټ

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې یو شمېر افغان مشرانو په هلمند ولایت کې د طالبانو د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکا د هوايي حملو په اړه انتقاد کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د هلمند ولایت ځینو وکیلانو ښايي د دې لپاره په دې هوايي حملو انتقاد کړی وي چې د هغوی په باور ممکن ملکیانو ته زیان ورسېږي.

یو شمېر نورو بیا په بشپړه توګه د امریکا په لاس د دې کارونو د درولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکايي الوتکو په هلمند ولایت کې د مخدره موادو لابراتوار نیست او نابود کړ.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه دا خبره هم لیکي:

د هلمند یو شمېر مشران په دې باور دي چې متحده ایالات باید له پاکستان او ایران سره سرحدي سیمې چې د مخدره موادو د قاچاق لپاره کاروي هدف وګرځوي.

هغوی په خاصه توګه د هلمند د بارامچې نوم یاد کړی دی.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې همداراز د ملګرو ملتونو په حواله لیکل شوي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان یو لامل دا هم دی چې په دغه هېواد کې د مخدره موادو تولید زیات شوی دی.

په مقاله کې راغلي سږ کال څه باندې نهه زره ټنه نشه‌يي توکي په افغانستان کې تولید شوي چې د وسله‌والو طالبانو د تمویل یوه مهمه سرچینه جوړوي.

  • سټراټفور خپرونه

سټراټفور امریکایي خپرونې د افغان جګړې په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

دا تحلیلي مقاله د جنوبي اسیا د یوه څېړونکي فیصل پرویز له‌خوا لیکل شوې چې د افغانستان د کړکېچ د هواري په هدف له پاکستانه د امریکا په غوښتنو څرخي.

په مقاله کې راغلي چې امریکا په پاکستان کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د پيدا کېدو او وژنې قضیې ته په کتو له شک پرته دا وموندله چې د پاکستان پوځ له وسله‌والو ډلو سره اړیکې لري.

لیکوال ویلي، امریکا چې د نړۍ په کچه تر ټولو قوي پوځ دی بیا هم نه‌دی توانېدلی چې له ځانه کمزوری پاکستانی پوځ دې ته اړ کړي چې له وسله‌والو طالبانو سره اړیکې پرې کړي.

د سټراټفور په مقاله کې راغلي چې پاکستان د خپل ایجاد له ورځې راهیسې نیابتي جګړې مخ ته وړي، لومړی سر یې له افغان مجاهدینو ملاتړ کړی او بیا یې په وروستیو کې د طالبانو ملا تړلې او تر اوسه دې کار ته دوام ورکوي.

سټراټفور خپرونه چې د امریکا د جیوپولټیک او استخباراتو یو ګډ پروګرام دی د فیصل پرویز په حواله لیکلي چې پاکستان د ځان د بقا لپاره د نیابتي جګړو او د وسله‌والو ډلو د ملاتړ مخینه لري.

XS
SM
MD
LG