د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ سیمهییز چارواکي او یو شمېر خلک وايي چې اوس مهال د دغې ولسوالۍ ۷۵ سلنه خاوره د وسلهوالو مخالفینو تر حاکمیت لاندې ده او ترڅنګ یې یو شمېر دولتي ادارې هم په دغې ولسوالۍ کې غېرې فعالې دي چې له کبله یې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږولي دي.
د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې په وار – وار یې د کندز سیمهییزو چارواکو، همدارنګه مرکزي حکومت ته یې وړاندیز کړی، څو په نوموړي ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي او دغه ولسوالۍ د هغوی له شتونه پاکه کړي، خو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نهدی شوی.
دی وايي:
"موږ څو ځلي د مرکزي حکومت له جګپوړو چارواکو سره د دشت ارچي ولسوالۍ د وضعیت په اړه خبرې کړي دي، خو تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په هدف کوم عملیات نهدي پیل شوي."
په ورته وخت کې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې اوس مهال د دغې ولسوالۍ شاوخوا سیمې د وسلهوالو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دي او په دغو سیمو کې ځايي فیصلې د عدلي او قضايي ارګانونو پرځای د وسلهوالو مخالفینو لهخوا حلېږي.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ دوو تنو قومي مشرانو فرید کاکړ او حاجي محمد نعیم د دغې ولسوالۍ د روان وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"امنیتي وضعیت په ټوله کې خراب دی، دولتي ادارې د طالبانو لهخوا محاصره دي او مامورین په ادارو کې نشته، ښار ته څوک نهشي تللی، همدارنګه مخابراتي شبکې بندې دي.
-که خلک د قضا او د څارنوالۍ په برخه کومه ستونزه ولري، بیا کندز ته راځي، ځکه هلته یو شمېر دولتي ادارې بندې دي."
بلخوا په شمال ختيځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان خلیل الله ضیايي بیا وايي چې دوی د دغې ولسوالۍ په اړه جدې تدابېر نېولي او په پلي کولو سره به یې د دشت ارچي ولسوالۍ د وسلهوالو مخالفینو له وجوده پاکې کړي.
دی وايي:
"د کشفي راپورونو له مخې هلته وسلهوال مخالفین موجود دي، خو موږ په دې اړه لوی پلان لرو او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسلهوالو مخالفینو له وجوده پاکه کړو."
د دغې ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو په وینا چې له ۱۵ کلونو راهیسې د دشت ارچي ولسوالۍ ډېره برخه د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده او زیاتوي چې دغه ولسوالۍ څو ځلي د افغان ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې ده چې له کبله یې ملکيانو ته هم مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ د کندز مرکز شمال لوري ته موقعیت لري او نوموړې ولسوالۍ د دغې ولایت له امام صاحب، اقتاش او خان اباد ولسوالیو سره همدارنګه د تخار له خواجه غار او بهارک ولسوالیو سره او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
راپور: اجمل ارین-کندز