چارواکي: په کندهار کې د طالبانو په حمله کې ۴۵ طالبان او ۲۲ پولیس وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

وسله‌والو طالبانو تېره شپه د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې کړې دي. د کندهار میوند ولسوالۍ له هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده چې ډېر کله وسله‌وال طالبان له هلمند څخه پر دغې ولسوالۍ حملې کوي.