نوابي: کندهار ته له پاکستانه د کډوالو شمېر نږدې ۲۵۰۰ کورنيو ته رسېږي
Your browser doesn’t support HTML5
که څه هم له پاکستانه کندهار ته د راغلو افغان مهاجرو کره شمېره معلومه نه ده، خو په کندهار کې د کډوالو او مهاجرينو رئيس محمد عظيم نوابي وايي چې سږکال د پاکستان څخه د راغلو کډوالو شمېر نېژدې دوه نيم زره کورنيو ته رسېږي.
محمد عظيم نوابي وايي چې په جنوب کې هم د جنګونو او ناامنيو له کبله تر اووه زره ياتې کورنۍ چې د کورنۍ د غړو شمېر يې تر ۱۲ زره اوړي هم کندهار ښار ته راغلي.
ویډیو: صادق رښتینې
ایډیټ: سباوون کاکړ