د سوريې دولتي اژانس او يوې څارونکې ډلې پرون وويل، د سوريې پوځ او متحد ملېشهيې د داعش د وروستي مرکز نيولو ته نږدې شوي دي.
د سوريې سنا دولتي خبري اژانس ويلي، د البو کمال سيمې لپاره جګړه په خپلو وروستيو پړاوونو کې ده.
بلخوا د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، د سوريې پوځ او متحد ځواکونهيې توانېدلي پر دغه ښار حمله وکړي او ځينې برخې يې ونيسي.
البو کمال ښار د عراق د سرحد په اوږدو کې پروت دى.