په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر «یوناما» نن سې شنبه «۱۳۹۶کال لړم ۱۶» په خپل یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې تر دې دمه په مذهبي ځایونو او په ځانګړي ډول پر لمونځ کوونکو د وسلهوالو په حملو کې ۲۶۱ کسان وژل شوي دي.
یوناما وايي، د وسلهوالو حملې دا ښيي چې د ۲۰۰۹ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دا ډول حملې دوه برابره زیاتې شوې دي.
د یوناما د اعلامیې له مخې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر دې دمه په دا شان حملو کې ۲۶۱ تنه وژل شوي او ۵۷۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو.
په اعلامیه کې دغهشان راغلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې د اربعین یا د عاشورا د ۴۰مې ورځې په مناسبتیې خبرې کولې د مذهبي ځایونو د خوندیتوب په برخه کې د حکومت هڅې وستایلې.
په دغو مراسمو کې یاماموتو وسلهوالو ته په خطاب کې ویلي چې قانون ته درناوی وکړي او لمونځ کوونکي هدف ونهګرځوي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له افغان حکومت نه دا هم غوښتي چې د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د هغوی د امنیت د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي چې له فرقهیي شخړو اغېزمن کېږي.
د کابل په دشت برچي او قلعه نجارا سیمو کې د امام زمان جوماتونه او الزهرا جومات په دې وروستیو کې د وسلهوالو د حملو شاهد و.
Your browser doesn’t support HTML5
روغتیا وزارت: پر جومات حمله کې ۲۰تنه وژل شوي داعش یې هم مسؤلیت منلی
له دې وړاندې تېر کال هم وسلهوالو د شعیهګانو پر ځینو جوماتونو حملې کړې وې.
Your browser doesn’t support HTML5
کابل کې پر «الزهرا» جومات حمله کې ۵ تنه وژل شوي
د دې ډول اکثرو حملو مسؤلیت اسلامي دولت نومې یا داعش وسلهوالې ډلې پر ځان منلی دی.
یادې ډلې د افغانستان په ختیځ کې سر راپورته کړ.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، دغه ډله ځپل شوې او شمېر یې له زرو تنو څخه هم راکم شوی دی.
دفاع وزارت: په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۰۶۴داعشیان وژل شوي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې افغان حکومت باید د مذهبي ځایونو د امنیت د خوندیتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
بلال احمد صدیقي
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر مقدسو ځایونو له حملې او دغهشان د یوې خاصې مذهبي کتلې له هدف ګرځولو اندېښنه لري، موږ هیله لرو چې د افغانستان دولت په دې برخه کې لا ډېر ځانګړي تدابیر په پام کې ونیسي څو له دې وروسته خلک په مقدسو ځایونو کې په نښه نهشي."
تر دې وړاندې امنیتي مسؤلینو ویلي و چې د جوماتونو او تکیهخانو د امنیت لپارهیې جدي تدابیر نیولي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، افغان امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول کومانډو ځواکونو د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په خبره افغان امنیتي ځواکونه په جدې توګه هڅې کوي چې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
راپور: محمد حدیث پردېس