د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.
د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا تر اوسه د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نهدي ورکړي.
خو د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي تحقیقاتو رئیس سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د شمشاد ټلوېزیون یو ساتونکی وژل شوی دی.
ښاغلی الماس وایي چې حمله کوونکي دوه تنه وو چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورمیې اغوستی وو.
دی وايي:
"د شمشاد ټلوېزیون یو ساتونکی یې شهید کړی او ودانۍ ته ننوتي. د ټلوېزیون ساتونکي دوی سره نښتي او یو حمله کوونکی یې وژلی دی. بل حمله کوونکی ودانۍ ته ننوتی چې وروسته د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شو."
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې پر شمشاد ټلوېزیون حمله کې درې تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر هم انتحاري حمله شوې وه چې څه باندې ۲۰ تنو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې.
د شمشاد د خبر د څانګې یوه مسؤل منیر احمد نوري ویلي، د دې ټلوېزیون یو شمېر کارکوونکي چې څو ساعته د شمشاد ټلوېزیون په ودانۍ کې ګېر پاتې وو، ژغورل شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
پر شمشاد ټلوېزیون نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» له غرمې مخکې وسلهوالو مخالفینو حمله وکړه، دا لومړنی خصوصي ټلوېزیون دی چې په کابل کې یې پر دفتر وسلهواله حمله کېږي.
تېر کال په کابل ښار کې د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر هم انتحاري حمله شوې وه چې څه باندې ۲۰ تنو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د خبر د څانګې مدیر عابد احساس رسنیو ته ویلي چې د شمشاد ډېر شمېر خبریالان او کارکوونکي د ښیښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي دي.
د دې حملې مسؤلیت داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې منلی دی.
پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو مخالفینو حملې د رسنیزو او دولتي ارګانونو غبرګون هم راپارولی دی.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د دې جرګې په نننۍ غونډه کې په دې اړه وویل:
"پر شمشاد ټلوېزیون حمله چې یوه رسنۍ ده او د خلکو غږ دی په ټینګه محکوموو، دا د خلکو پر حنجرې، د بیان پر ازادۍ او پر ملکي وګړو حمله ده. دا یو جنګي او بشري جنایت دی او دا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د نهبخښلو وړ جنایت دی."
د افغانستان جمهوري ریاست هم دا حمله سخته غندلې ده، د جمهوري ریاست لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه راغلي چې د افغانستان دښمنان په دې ډول حملو نهشي کولای د بیان د ازادۍ مخه ونیسي او د خبریالانو روحیه کمزورې کړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړې چې د رسنیو او خبریالانو د امنیت د خوندي کولو لپاره به جدي تدابیر ونیول شي.
په عین حال کی د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او امنسټي انټرنشنل یا د عفوې نړیوال سازمان هم پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون وسلهواله حمله غندلې ده.
راپور: نسیم شفق