د پاکستان د بهرنیو چارو وزات منلې چې د بلوچستان په کچلاک سیمه کې موندل شوي مړي د هغه دوو چینایانو دي چې پنځه میاشتې مخکې له کوټې تښتول شوي وو.
دغه وزارت دغه پخلی تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې کړی او ویلي یې دي د وژل شویو چینانانو د وژنې پخلی یې د «DNA» معایناتو له لارې کړی دی.
دغه دوه چینایان «لي زينګ یانګ او مینګ لي سي» د روان کال په مې میاشت کې په بلوچستان کې تښتول شوي و چې بیا تر دوو اوونیو وروستهیې د وژنې راپورونه خپاره شول او مسؤلیتيې داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه واخیست.
که څه هم د پاکستان حکومت هغه مهال د چینايي جوړې د وژنې پخلی نهو کړی، خو ویېویل چې په کچلاک کې یې دوه مړي په خراب حالت کې موندلي چې د پېژندنې په اړه بهیې تر «DNA» معایناتو وروسته څه وویل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چینايي جوړې د وژنې د پخلي تر څنګ د هغوی له کورنیو سره غمرازي ښودلې، د ترهګرۍ سره د جګړې په لړ کې یې د چین قوي ملاتړ ستایلی او ویلي یې دي:
"پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او له چین او نړیوالې ټولنې سره یوځای به د سیمې او نړیوال امنیت په لړ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري جاري ساتي."
یاد وزارت همدا شان ویلي چې حکومت به د دغې پېښې تحقیقات کوي، عاملین بهیې نیسي او د قانون منګولو ته بهیې سپاري.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د چینايي وګړو تر تښتونې او د هغوی تر وژنې وروسته تور لګولی و چې دغو چینانانو په سیمه کې تبلیغي هلې ځلې کولې.
راپور: ذییح مومند