اسیر: د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې چاودنې ۲ تنه وژلي

د تخار د اشکمش ولسوالۍ په قینر بازار کې ماین چاودنې ۲ تنه وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن یکشنبه سهار ۱۰ بجې په یوه هوټل کې د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

تر دا مهاله د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.