د لوګر د لوړو زده کړو په موسسه کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت دوه ودانۍ له جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
یادې ودانۍ چې یوه يې د تدریسي برخې لپاره ده، د هند هېواد په مالي مرسته د نېږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو کلونو کې جوړه شوې او دوهمه د لیلیې درې پوړیزه وداني ده چې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت يې ودانیزې چارې بشپړې شوې دي.
د لوګر والي حلیم فدايي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، دوی د اقتصاد له وزیره د لوګر د لوړو زده کړو موسسې له پنځه سوه جریبه ځمکې څخه د احاطې د جوړولو او د پوهنتون د ماسټر پلان د نهايي کولو غوښتنه کړې چې نوموړي يې د عملي کولو ژمنه ورکړې ده.
د لوګر د لوړو زده کړو موسسه چې درې کاله وړاندې تاسیس شوې، اوسمهال پنځه ودانۍ لري او د دوو نورو تعمیرونو ودانیزې چارې يې هم روانې دي.
په یاده موسسه کې۴۸۶تنه محصلين پر تحصیل بوخت دي چې ۸۲ تنه يې نجونې دي او دغه موسسه به درې میاشتې وروسته په خپله لومړنۍ دوره کې ۵۸ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي چې ۲۲ تنه به يې نجونې وي.