سایره شکیب سادات د فیض اباد ولسوالۍ د دفاع په هدف د امنیتي ځواکونو ترڅنګ!
Your browser doesn’t support HTML5
دا یوازنۍ مېرمنه ده چې د فیض اباد ولسوالۍ مسؤلیت پر غاړه لري.
اغلې سادات په افغانستان کې له پېژندل شویو ولسوالانو څخه ده چې په ۱۳۹۱ لمریز کال يې د لومړنۍ افغان ولسوالې په توګه يې په کار پیل وکړ.
دا ښځینه ولسواله اوس د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې درېږي او ترورېستانو ته اجازه نه ورکوي چې د فیض اباد ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
مېرمن سادات د فیض اباد ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ بولي او د ښه والي لپاره يې هلې ځلې کوي. ویډیو: عالم رحمانیار او ایډیټ: ولي سباوون