خلک: د بدخشان وردوج ولسوالي د بهرنیو جنګیالیو په امن پټنځای بدله شوې

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک، قومي مشران او د ولسي پاڅونکوونکو یوشمېر قوماندانان وايي چې د وردوج ولسوالۍ د بهرنیو جنګیالیو په امن پټنځای بدله شوې او د دې ولسوالۍ خلک د بهرنیو جنګیالیو له ظلم او ځورونې تنګ شوي، خو مرکزي حکومت او د بدخشان سیمه ییزه اداره د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو په اړه جدې اراده نه لري.

دغه خلک وايي چې په بهرنیو جنګیالیو کې چیچن، عرب، ازبکستاني، تاجیکستاني، پاکستاني او ایغور شامل دي.

د دغو خلکو په وینا چې په وردوج ولسوالۍ کې د بهرنیو ترورېستي ډلو شتون نه یوازې بدخشان ته، بلکې د سیمې هېوادونو ته هم لوی جدي ګواښ شمېرل کېږي.

د بدخشان د وردوج ولسوالي له دوو کلونو راهیسې د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې ده.

د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو مولوي عبدالوهاب او انعام الدین ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له مرکزي حکومته غواړو چې د دې ولایت امنیه قوماندان او والي له دندو ګوښه کړي، ځکه دوی د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه کوي او تر اوسه دوی د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف، کوم عملیات نه دې پیل کړي."

"د وردوج ولسوالۍ خلک په وار وار د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ته ورغلي، څو دغه ولسوالۍ د طالبانو له منګلو ازاده کړي چې بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته لاړ شي، خو تر اوسه پورې چارواکو په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی کړی او هلته خلک د خارجي ترورېستان له ظلم څخه په تنګ راغلي دي."

په ورته وخت کې د نوموړې ولسوالۍ یو تن قومي مخور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې بهرنیو جنګیالیو په وردوج ولسوالۍ کې ترورېستي مرکزونه جوړ کړي او په کې د سیمې ځوانانو ته د دولت ضد روزنه ورکوي.

دی وایي:

"دا څنګه حکومت دی او څنګه چارواکي دي چې د خلکو ستونزو ته توجه نه کوي، په سیمه کې ترورېستانو د خلکو کورونه سوځوي او ورانوي یې او خلک وژنې، خو دولت هسې چوپ دی، نو ولې دولت د خلکو غږ نه اوري دا څه ډول حکومت دی؟"

په همدې حال کې د بدخشان د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي چې د ژمي په را رسېدو سره د وسله والو مخالفينو جنګي مورال ضعیف شوی او که په همدې موسم کې د ترورېستي ډلو پر وړاندې پوځي عملیات پیل شي، ډېر موثر او ګټور تمامېږي.

ښاغلی خاور وایي:

"که په همدې موسم کې عملیات پیل شي، ډېر ګټور تمامېږي، ځکه غرونه واورو پوښلي دي او په کلیو کې دښمن د دولتي ځواکونو په وړاندې مقاومت کولای نشي او غرونو ته هم تللی نشي او که په دې وخت کې عملیات پیل شي، ډېر ګټور او موثر تمامېږي."

بل خوا د بدخشان امنیه قوماندان جنرال عبدالخالق اقصايي بیا وايي چې مرکزي حکومت او دبدخشان سیمه ییزه اداره د وردوج ولسوالۍ د بېرته نيولو په اړه جدي اراده لري او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وران کارو ډلو له شتونه تصفیه شي.

د بدخشان امنیه قوماندان جنرال عبدالخالق اقصايي

ښاغلی اقصایي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې موږ د بدخشان په یو شمېر سیمو کې دښمن ته کلکه ضربه ورکړې او اوس مهال موږ پر عملیاتي پلان کار کوو او ډېر ژر به د بدخشان ټولې سیمې د دښمن له وجود څخه تصفیه شي."

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د خلکو د خبرو پربنسټ چې دا مهال د دغې ولسوالۍ خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او ډېر غریب خلک دي او حتی د خوراک لپاره ډوډۍ د ډېرو ستونزو په ګالولو سره پیدا کوي، خو بیا وسله وال طالبان او بهرني جنګیالي هم ډوډۍ او اعاشه پر خلکو حواله کوي.

خو وسله والو مخالفينو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل ارین