پولیس: په لندن کې یو شمېر سیلانیان په موټر وهل شوي

په لندن کې د طبیعیاتو د تاریخ موزیم ته نږدې یو شمېر کسان په موټر ووهل شول او زخمیان شول.

دا د لندن ښار له هغو سیمو ده چې ډېر سیلانیان د لیدو لپاره ورځي.

پولیسو د زخمیانو شمېر نه‌دی څرګند کړی او د پېښې په تړاو یې د یوه وګړي د نیولو خبر هم ورکړی دی.

ویل کېږي چې پرون شنبه د پېښې پر مهال زیات پیاده خلک او سیلانیان په سیمه کې وو.

سږ کال په لندن ښار کې پر وېسټ منېسټر پله په وسله‌واله حمله او د ښار د مټرو په تم ځای کې د چاودنې له امله، ډېر خلک مړه او زخمیان شول.