فرانسه: د ريګاډي په تمځاى کې يوه کس يو تن وژلى دى

فرانسوي چارواکي وايي، يوه سړي چې چاړه ورسره وه، د فرانسې د جنوبي ښار مارسي د ريلګاډي په تمځاى کې لږ تر لږه يو کس وژلى دى.

په ځينو نورو راپورونو کې ويل شوي چې په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې يوه دولتي چارواکي ويلي حمله کوونکى، د سرتېرو په ځوابي ډزو وژل شوى دى.

تر دې مخکې پوليسو ويلي وو، چې سيمه يې کلابنده کړې او هلته د پلټنې عمليات روان دي.