سرچینه: د پاکستان د پوځ لوی درستيز نن یکشنبه کابل ته راځي

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه نن یکشنبه کابل ته ورسېږي.

د جمهوري ریاست یوې سرچینې د مسئلې د حساسیت له امله د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ازادي ته وویل چې جنرال قمر جاوید باجوه به له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وګوري.

هغه او ورسره ملګری پوځي پلاوي به کابل ته په سفر کې د ترورېزم پر ضد پر مبارزه، سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

د ا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلا کار محمد حنیف اتمر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې چې پر ټویټر خپره شوه وویل چې له پاکستانه یې د طالبانو د پنځو مشرانو چې هلته بندیان دي، د تبادلې غوښتنه کړې ده.

اتمر وویل چې په دې اړه يې د پاکستان د د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.

د جمهوري ریاست پټې سرچینې بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې، دا خبر تائید کړ او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د طالبانو د هغو رهبرانو نوم لړ پاکستاني لوري ته سپاري او د هغوی د انتقال غوښتنه کوي.

د دې سرچینې په حواله، د افغانستان حکومت له پاکستانه د طالبانو د اتو مشرانو د تبادلې غوښتنه لري چې ملا برادر هم پکې شامل دی.

پخوانی پاکستانی ډيپلوماټ ایاز وزیر وايي، په دې اړه موافقه به لوی ګام وي.

ایاز وزیر وویل:

"د ولسمشر ټرمپ په خبرو کې لوی سبق وو، ټولو ته، اشرف غني صاحب هم سمې خبرې وکړې او زموږ صدراعظم هم سمې خبرې وکړې، نو اساسي ټکی دا دی چې زموږ د پوځ مشر هلته ځي او که چېرې د بندیانو تبادله وشي، دا به ډېر غټ ګام وي."

د افغانستان او اسیا د جنوب لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، دا اول وار دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز کابل ته ځي.

د امریکا ولسمشر د اګست په میاشت کې د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې، په پاکستان کې د سخت دریځو او وسله والو ډلو پر ضد د جدي مبارزې غږ وکړ.

په افغانستان کې د سیاسي چارو یو کتونکی، احمد شاه سپر کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز دسفر په اړه ازادي راډيو ته وویل چې تګ راتګ او خبرې یوازې هغه وخت نتیجه ورکولائ شي چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپل سیاست کې اساسي بدلون راولي.

افغانستان ته جنرال جاوید قمر باجوه تر سفر لنډ وخت مخکې، د امریکا دفاع وزیر جنرال جېمز متېس او د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته ولاړل او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.

متېس او سټولټنبرګ افغانستان ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره.

ښاغلي غني تېره اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر او د ناټو له عمومي منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې حکومت یې له پاکستان سره سوله غواړي.

هغه تردې مخکې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې پر پاکستان غږ کړی و چې وخت دي نه ضایع کوي او له افغانستان سره د حکومتونو په کچه د سولې خبرو ته دي حاضر شي.