په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په خپل تازه راپور کې د نشهيي موادو په برخه کې د دې هېواد لاسته راوړنو ته اشاره کړې ده.
د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۲۰۱۷ روان میلادي کال د جون له لومړۍ نېټې نيولې او بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۶ نېټې پورې، ۸۰۷ قاچاق وړونکي او تر ۴۸ ټنو زیات نشهيي مواد نیولي دي.
په دې راپور کې د نشهيي موادو په برخه کې سیمهییزې همکارۍ ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې دې موده کې له افغانستان سره د سیمې هېوادونو همکاري کړې ده.
خو د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند احمد خالد مؤحد وايي چې د سیمې هېوادونه له نشهيي موادو سره مبارزه يوازې د خپلو هدفونو او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریفوي.
ښاغلی مؤحد زیاتوي:
"نشهيي موادو سره د مبارزې برخه کې له بده مرغه چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه له نشهيي موادو سره مبارزه يوازې د خپلو هدفونو او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریفوي. سره له دې چې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ توافق شوی او افغان پولیس د سیمې هېوادونو له پولیسو سره همکاري کوي، خو له بده مرغه چې دا همکاري یو اړخېزه ده."
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغان چارواکو څو ځله د سیمې هېوادونو، تېره بيا د ګاونډیو هېوادونو د نه همکارۍ له امله څو واره شکایت کړی دی.
څه موده مخکې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت اعلان وکړ چې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې پر یوه سیمهییزه سټراټیژۍ کار کوي چې په نتيجه کې به يې د سیمې په کچه له نشهيي موادو سره مبارزه ګړندۍ او منظمه شي.
موږ هڅه وکړه چې د یوناما د راپور په برخه کې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت نظر واخلو، خو له ټولو هڅو سره-سره بیا هم د دې په نظر اخېستلو کې بريالي نه شو.
له بلېخوا د مشرانو جرګې د دفاع او داخلي امنیت کمېسیون رئيس محمد هاشم الکوزی وايي چې د سیمې هېوادونه له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره لازمه همکاري نهکوي.
د ده په باور له ګاونډیو هېوادونو سره خلاصې پولې، په تېره بيا له پاکستان او ایران سره او له دې هېوادونو اروپا ته د نشهيي موادو د قاچاق وړونکو ازاد تګ راتګ د کوکنارو کښت او په افغانستان کې د نشهيي موادو تولید ته زمینه برابره کړې ده.
الکوزي زیاته کړه:
"ایران ،تاجکستان او نور هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، باید اجازه ور نهکړي چې نشهيي مواد د دوی له پولو څخه تېر شي. که دا هېوادونه د نشهيي موادو قاچاق ته اجازه ور نهکړي، افغان بزګر به هېڅ عاید په لاس را نه وړي او بيا به کوکنار نه کري."
دغه ډول ښاغلی الکوزی زیاتوي: ترڅو چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه له نشهيي موادو سره په ريښتيني او عمل ډول مبارزه و نهکړي او افغان بزګرو ته د کوکنارو د کښت زمینه برابره نهکړي، له نشهيي موادو سره مبارزه به مثبته نتیجه و نهلري.
راپور : عباد الله حنانزی