د ايران د بهرنيو چارو وزير د امريکا د ولسمشر پر وروستي فرمان انتقاد وکړ

د ايران د بهرنيو چارو وزير د امريکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ پر هغه فرمان انتقاد وکړ، چې دغه هېواد ته يې د ايراني اتباعو پر سفر محدوديت وضع کړى.

ولسمشر ټرمپ دغه محدوديت د اتو هېوادونه شمالي کوريا، ايران، ليبيا، سوماليا، سوريې، وينزويلا، يمن او چاد هېوادونو پر اتباعو لګولى دى.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن د دې اقدام په ځواب کې په خپل ټويټر کې وليکل، د محدوديتونو لګول، له ايرانيانو سره د ده جعلي خواخوږي څرګندوي.

په تازه اقدام کې د سوډان پر اتباعو امريکا ته د تګ محدوديت ليرې شوى، خو په دغه فهرست کې شمالي کوريا، چاد او وينزويلا ورزيات شوي دي.

که څه هم امریکا ته د عراقیانو پر سفر بندیز نه دی لګول شوی خو د دې هیواد وګړي به متحده ایالاتو ته د سفر پر مهال له سختو امنیتي تالاشيو او بررسۍ سره مخامخ شي.

امریکا ته د دغو هیوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه به د راتلونکې اکتوبر میاشت له ۱۸ مې نیټې عملي کیږي.