افغانستان: د عاشورا د خونديتوب لپاره امنيتي کميسيون جوړ شو

په افغانستان کې د عاشورا مراسمو د لمانځنې د خونديتوب لپاره ګډ امنيتي کميسيون جوړ شو.

نن په ارګ کې ولسمشر محمد اشرف غني او ځينو ديني عالمانو د دغو مراسمو پر ترتيباتو او نورو مسايلو خبرې وکړې.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، د دغو مراسمو د خونديتوب لپاره د يوه کميسيون پر جوړونې پرېکړه شوې ده.

ولسمشر غني ويلي، د عاشورا مراسم هغه فرصت دى چې افغانان په کې نړيوالو ته خپل يووالى او پيوستون ثابتوي.

دغه مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امن په اړه يې خلکو اندېښنې څرګنده کړې دي.