د عراق د کردمېشتې سيمې اوسېدونکو نن د خپلواکۍ ټولپوښتنې ته رايه ورکړه

د عراقي کردانو په کورواکې سيمه کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنې ته خلکو رايه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې بغداد خبردارى ورکړى و، د عراق د اتحاد د ساتلو لپاره به مبارزه کوي او پر دې سيمې به د تېلو عوايد بندوي.

د عراق د کردستان کورواکې سيمې مشر مسعود بارزاني ويلي، نننۍ ټولپوښتنه چې اجرائيه بڼه نه لري، په سيمه کې د خپلواکۍ په اړه د اوږدې پروسې پر لوري لومړى ګام دى.

دغه ټولپوښتنه د عراق تر څنګ د ترکيې او ايران له مخالفتونو سره هم مخامخ شوې ده.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم نن په دې تړاو په يوه ويډيويي مرکه کې وويل:

”دغه ټولپوښتنه د کردستان د کورواکې سيمې له تثبيت شويو سرحدونو بهر چې د عراق په اساسي قانون کې تعريف شوي، په کرکوک او موصل غوندې ښارونو کې وشوه. دې سرټمبګۍ يوې فعالې شخړې ته زمينه برابره کړه، چې ملکيان به يې بيه پرې کوي“

د عراق په کردمېشتې سيمه کې تر پنځه مليونه او درې لکه ډېرو کسانو په دې ټولپوښتنه کې د رايې اچونې لپاره نومونه ليکلي او لومړنۍ نتيجې به په ٢٤ ساعتونو کې دننه اعلان شي.