جرمني کې انګېلا مېرکل د څلورم ځل لپاره د صدرات څوکۍ خپله کړه

د جرمني د صدراعظمې محافظه کار ګوند پرون شپه پارلماني انتخابات وګټل.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل په دې بریا سره د څلورم ځل لپاره د صدرات څوکې خپله کړه.

هغې تر بریا وروسته خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل:

"درنو ملګرو په وروستیو لسو میاشتو کې موږ د یوه داسې جرمني لپاره مبارزه وکړه چې په کې خوشحاله و اوسو. اوس پوهېږو چې باید په راتلونکو پنځو او لسو کلونو کې د اقتصادي بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره عملي کارونه مخته یوسو."

​د وړاندې شوېو شمېرو له مخې د انګېلا مېرکل کریسټین ډیموکراټ ګوند او متحد یې د باورایان سوسیال ټولنې د درې دېرش فیصده رایو په خپلولو بریالي شوي دي.

تمه ده مېرمن مېرکل یو ائتلافي حکومت رامنځته کړي خو ویل کیږي چې دا کار به وخت ونیسي.