د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

جرمني کې نن یکشنبه عمومي انتخابات دي


د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل او د هغې رقیب مارتین شولتس پرون شنبه پر رأیې ورکونکو غږ وکړ چې په پارلمان کې د ښي اړخ – پاپولیست یا ولسي نظرپالونکي ګوند د ونډې د زیاتېدو مخنیوی وکړي.

په جرمني کې نن یکشنبه عمومي انتخابات دي.

صدراعظمه انګېلا مېرکل چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په قدرت کې ده، د څلورمې دورې د ګټلو هڅې کوي.

د هغې محافظه کار کریسشن ډیموکراټ ګوند او د باوریان سوشیل ډیموکراټ اتحاد په انتخاباتو کې مخکښ ګڼل کېږي.

سروې ګانې څرګندوي چې د مېرکل سیاسي بلاک له ۳۴ تر ۳۷ فیصده ملاتړ لري او ورپسې، د سوشیل ډیموکراټانو ګوند دی چې د ۲۱ او ۲۲ فیصده خلکو ملاتړ ورسره دی.

انګېلا مېرکل پرون په برلین کې خپلو پلویانو ته وویل چې ډېر خلک به د انتخاباتو په وروستیو ګړیو کې پرېکړه کوي چې کوم لوري ته رأیې ورکړي نو له دې امله ضروري ده چې د هغو خلکو د جلب او جذب هڅې جاري وساتي چې وروستۍ پرېکړه یې نه‎ده کړې.

د سوشیل ډیموکراټ ګوند کاندید مارتین شولتس هم پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د جرمني بدیل ښي- اړخي پاپولیست ګوند د بري مخنیوی وکړي.

دا پاپولیست ګوند په جرمني کې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول، د غیر قانوني پناه غوښتونکو مخالف دی.

XS
SM
MD
LG