د شاه حسن خېلو کونډې د پړیو په اوبدلو کورنۍ پالي

Your browser doesn’t support HTML5

په ۲۰۱۰ کال د خېبر پښتونخوا د لکي مروتو په شاه حسن خېلو کلي کې یوه ځانمرګي برید ۱۲۰ کسان وژلي و چې ورسره یې د دغه کلي ډېری ښځې کونډې کړې. دوی اوس د خپلو ماشومانو د پالنې لپاره له نېږدې غره بروزي راوړي او پړي پرې اوبدي. د دغه کلي اوسېدونکو ته د وسله والو پرضد د حکومتي ملاتړ سزا ورکول شوې وه خو دغه له ستونزو او کړاونو ډک ژوند یې لا هم واکمن پام نه کوي. د عمردراز وزیر او ځلاند یوسفزي ویډیو راپور