د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزیرانو نیویارک کې سره وکتل

د امریکا او روسيې د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې له یو بل سره وکتل.

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروا وویل، سرګي لاوروف او رکس ټیلرسن د سوريې د وضعیت، د منځني ختیځ د مسئلو او د اوکراین د ختیځ د شخړې په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې ټیلرسن به په ملګروملتونو کې د روسیې ماموریت ته ورشي او هلته به له خپل روسي سیال سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت وروسته په یوه بیان کې وویل چې دواړو ډیپلوماټانو تېره شپه په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ په حاشیه کې سره وکتل او په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د پوځي عملیاتو، د شخړو د کمولو او د جینوا د سولې د پروسې لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخو کې ژمنې تازه کړي.