د کندوز-خان باد ترمنځ لار کې د ټرافيکي پېښې په نتيجه کې ٧ تنه مړه شوي دي.
د خان باد ولسوال حيات اله اميري وايي، پېښه نن سهار د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه ټونس او يوه هاموې نظامي موټر د ټکر له کبله شوې ده.
د کندوز د حوزي روغتون رئيس ډاکټر نعيم منګل ازادۍ راډيو ته وويل، له پېښې ٧ مړي او ١٣ ټپيان وروړل شوي دي.
د ښاغلي منګل په خبره په مړو کې ٢ ماشومان، درې ښځې او دوه نارينه شامل دي.
د خان اباد ولسوال د پېښې علت د موټرچلوونکو تېز سرعت ګڼي.