ولسمشر غني له خپل ترکمنستاني سيال سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې

ولسمشر غني او ولسمشر محمدوف

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف سره په عشق اباد کې وکتل.

ولسمشر د اسیايي لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره نن سهار د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته لاړ.

جمهوري رياست ويلي، د دواړو مشرانو د کتنې پر مهال ولسمشر غني ويلي، دغه اسيايي لوبې د سيمې او اسيا لپاره يوه لاسته راوړنه ده.

په پام کې ده ولسمشر د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم وګوري.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال نن په کابل کې د دغو کتنو په اړه يوه کنفرانس ته وويل، دا کتنې مهمې دي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی غني له ترکمنستان څخه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په دواویایمه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سې شنبې په ورځ پيلېږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني به ورته وینا وکړي او په څنګ کې به یې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ترمپ او د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره وګوري. له ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار، د بهرنيو چارو او د ماليې وزيران، دغه راز نور دولتي چارواکي ملګري دي.