پاکستاني چارواکي وايي د سړک غاړې بم په چاودنه کې يو حکومتي مسوول او شپږ قبايلي پوليس افسران وژل شوي دي.
د دوى په خبره دغه چاودنه ډيورند کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمه کې شوې ده.
يوه امنيتي مسوول رحمت ګل ازادۍ راډيو ته وويل، د حکومتي مسوول فواد خان موټر نن په باجوړ اجنسۍ کې پر بم ور برابر شو.
د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د دې حملې مسووليت منلى دى.