عبدالله: په ترکمنستان کې افغان ورزشکاران ښه ځلېدلي دي

Afghanistan -- Afghan girls practice Taekwondo during a martial arts class in Herat, October 8, 2015

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي افغان ورزشکاران توانېدلي په ترکمنستان کې د اسيايي لوبو په لړ کې ښه وځلېږي.

عبدالله عبدالله نن په دغو لوبو کې د افغان ورزشکارانو د لاسته راوړنو په اړه ويلي، چې حسين بخش صَفَري په جوجيڅو رشته کې د سرو زرو او احمد جاويد اميري په کوروش برخه کې د سپينو زرو مډالونه ګټلي او د افغانستان د فوټسال ملي ټيم د چين يوه ټيم ته يو د شپږو په مقابل کې ماتې ورکړه.

اجرايه رئيس ويلي، د ملي يووالي حکومت په افغانستان کې د ورزشکارو د ملاتړ او د سپورټ د ودې لپاره ټول امکانات کاروي.

د عبدالله عبدالله په پيغام کې راغلي، چې د اسيايي لوبو په دغو سياليو کې له افغانستان څخه په ١٧ رشتو کې ٢١٥ ورزشکارانو برخه اخيستې ده.