د بشري حقونو خپلواک کميسيون يوه کمشنره وايي، په افغانستان کې هر کال تر درېيو زرو زياتې ښځې او نجونې په بېلابېلو دلايلو په ځانوژنه لاس پورې کوي.
په دغه کميسيون کې د ښځو برخې کمشنرې قدريې يزدان پرست نن په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې دا خبره وکړه.
بلخوا د روغتيا وزارت د صحي خدماتو د وړاندې کولو د برخې مرستيال فدا محمد پيکان د دغو ځانوژنو د علتونو په اړه وويل:
"د ځان وژنې لپاره بېلابېل لاملونه په ګوته شوي او ویل شوي چې د بشري حقونو سرغړونه، مخکي له وخته ودونه، رواني اختلالات، اقتصادي زیانونه، له نشه يي موادو اسفاده کول او تاوتریخوالي دغو ځان وژنو ته لاره هواره کړې ده."
ښاغلي پيکان وويل، د ښځو او نجونو د ځان وژنې په قربانيانو کې ٩٥ فيصده يې هغه نجونې دي، چې له ١٤ څخه تر ١٩ کلونو عمرونه لري.