د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې

د افغانستان او ترکيې ولسمشرانو محمد اشرف غني او رجب طيب اردوغان نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پر يو لړ مسايلو خبرې وکړې.

د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي ولسمشر اردوغان په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې ترکيه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده:

د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لري

جمهوري رياست وايي ولسمشر اشرف غني له خپل ترکي سيال سره په کتنه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د ستراتيژۍ اعلان په سيمه کې يوه فرصت ته زمينه برابره کړې، چې بايد ښه استفاده ورڅخه وشي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ميلادي مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امرېکا نوې ستراتيژي اعلان کړه.