د ترکيې او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ

د ترکيې او قزاقستان ولسمشرانو له خپل افغان سيال سره په کتنه کې د افغانستان په باب د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلى وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني نن له رجب طيب اردوغان او نور سلطان نظربايف سره د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جلا جلا وکتل.

د افغانستان جمهوري رياست وايي، چې ولسمشر اردوغان په دې کتنه کې د افغانستان په باب د امريکا د نوې ستراتيژۍ د هرکلي تر څنګ ويلي، چې انقره په بېلابېلو برخو کې له کابل سره همکارۍ ته چمتو ده.

د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي ازادۍ راډيو ته وويل:

د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لري

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ميلادي مياشت د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امرېکا نوې ستراتيژي اعلان کړه.

جمهوري رياست وايي د قزاقستان ولسمشر نظربايف له ولسمشر غني سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د امريکا نوې ستراتيژي د سيمې بيا په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعيت د ښه کېدو لپاره اغېزناکه وګڼله.