مسؤلین: هر کال ۴۰ زره متره مربع افغاني غالۍ نورو هېوادونو ته صادریږي

په کابل کې د افغاني فرش او غالۍ اوبدلو کمپلېکس وايي، دوی هر کال په نړیوالو ستندردونو برابرې ۴۰ زره متره مربع غالۍ په مستقیم ډول نورو هېوادونو ته صادروي.

د دغه کمپلېکس مسؤل مدیر دلجم منان قاسمي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د غالیو په دغه کمپلېکس کې د وړیو له راټولو نیولې، د غالیو د تر بسته بندۍ او پلور پورې تولې چارې په ۲۰ مرحلو کې تر سره کېږي.

ښاغلی قاسمي وايي، د غالیو او فرش په دغه کمپلېکس کې غالۍ په کمپیوټري طرحو او بېلابېلو رنګونو کې د نورو هېوادونو په غوښتنې اوبدل کېږي.

دغه کمپلېکس د بګرامیو په پخوانۍ نساجي فابریکه کې، د یوه افغان سوداګر له خوا د ۵ میلیونو ډالرو په لګښت، جوړ شوی دی.

په دغه کمپلېکس کې د سړیو تر څنګ ۸۰۰ ښځې هم کار کوي.