د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې د ځان او خپلو متحدانو د دفاع لپاره چمتو دى.
ښاغلى ټرمپ وايي وروسته له هغې چې شمالي کوريا خپله شپږمه اټومي ازموينه وکړه، دى به د خپل هېواد او متحدانو د دفاع لپاره له ټولو ډيپلوماتيکو، دوديزو او اټومي ظرفيتونو څخه استفاده وکړي.
سپينې ماڼۍ په هغه اعلاميه کې چې پرون يې خپره کړې ويلي چې ولسمشر ټرمپ دا خبرې د جاپان له صدراعظم شينزو ابې سره د ټليفوني خبرو پر مهال وکړې.
وروسته له هغې چې شمالي کوريا وويل، په بريا سره يې يو هايډروجني بم چې په اوږده واټن ويشتونکي ميزاييل کې نصب کېدلاى شي، ازمويلى، ولاړ شوى کړکېچ اوج ته ورسېد.
بلخوا د جنوبي کوريا پوځ وايي، د دغه هېوا هوايي ځواکونو او پوځ، د سيال هېواد شمالي کوريا له خوا د هايډروجني بم تر ازموينې وروسته اټومي تمرينات وکړل.