سعودي عربستان وايي د حج مراسم په بريا پاى ته ورسېدل

د سعودي عربستان چارواکو په بريا سره د حج د سږکال مراسمو د پاى ته رسېدو اعلان وکړ.

په دغو مراسمو کې چې د نړۍ له بېلابېلو برخو ٢ مليونه او ٣ لکه مسلمانانو برخه اخيستې د کومې جدي ستونزې راپور نه دى ورکړل شوى.

شهزاده خالد الفيصل، چې د حج پر مراسمو يې د دولتي کمېټې مشري کوله، پرون وويل، د تېر کال په نسبت سږکال ٣٠ فيصده زياتو خلکو د حج په مراسمو کې برخه اخيستې وه.

په وروستيو کلونو کې د حج مراسم له خونړيو بلواګانو، اورلګېدنو او ټېل ماټېل سره مله وو.

په ٢٠١٥م کال مکې ته نږدې د حج پر مهال په ټېل-ماټېل کې ٢٣٠٠ حاجيان، چې ډېرى يې د ايران وو، مړه شول.

دا مسئله د سعودي عربستان او د هغه د سيال هېواد، ايران ترمنځ د کړکېچ د زياتېدو سبب شوه.