ارګ: د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ستراتيژي په دوو اوونيو کې بشپړېږي

جمهوري رياست وايي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان ملي ستراتيژي به په راتلونکو دوو اوونيو کې بشپړه شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او د قانون د حاکميت عالي شورا په غونډه کې د دې ستراتيژۍ پر طرحه بحث وشو.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي، په دې ستراتيژۍ کې پنځه لومړيتوبونه لکه سالمه رهبري، په پاليسيو کې شفافيت، په امنيتي سکټور کې اصلاحات او نور مسايل شامل دي.

ويل شوي، چې دغه ستراتيژي به دوې اوونۍ وروسته د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش تر څار لاندې د کمېټې له خوا بشپړه شي.