امريکا د روسيې پر ٣ ډيپلوماتيکو ودانيو ولکه ټينګه کړه

امريکايي چارواکو پرون په دغه هېواد کې د روسيې د درېيو ډيپلوماتيکو ودانيو کنټرول په خپل لاس واخيست.

امريکا پر دغو ودانيو وروسته له هغې ولکه ټينګه کړه، چې روسي کارکوونکي له ٤٨ ساعته مهلت سره سم درې واړه تخليه کړې.

کرملين په ځواب کې په مسکو کې د امريکا يو مهم ديپلومات احضار کړ او په دې اړه يې خپل شکايت ليک وروسپاره؛ پر خپله يوه ودانۍ يې دا يو بې سابقه تهاجمي اقدام وباله.

په امريکا کې د روسيې يوه تجارتي استازي الکساندر ستاد-نيک د روسيې له يوه ټلويزيون سره په خبرو کې وويل:

”په لنډو ټکو کې به ووايم چې موږ د نړيوالو اړيکو په سيسټم کې د ورانکارۍ د يوې څرګندې قضيې شاهدان يو. چې هغه د روسيې له قلمرو بهر د روسيې پر يوه جايداد حملې ته ورته د ولکې ټينګول دي“

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت تر پرون ماسپښين پورې په سن فرانسيسکو ايالت کې د روسيې د قونسلګرۍ او په واشنګټن ډي سي، دغه راز نيويارک کې د دوو نورو ډيپلوماتيکو دفترونو، چې د تجارتي اهدافو لپاره ترې کار اخيستل کېده- د تړلو لپاره مهلت وټاکه.

امريکا دا اقدام د مسکو د هغه عمل په ځواب کې کوي، چې تېره مياشت يې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې، په روسيه کې د امريکا د ډيپلوماتيک پرسونل د کمولو امر وکړ.