د کورنيو چارو وزارت وايي د دولت وسلوالو مخالفانو درې وارې هڅه وکړه، د لوى اختر پر مهال امن ګډوډ کړي.
خو د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن د اختر په درېيمه ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوال مخالفان په خپلو پلانونو کې پاتې راغلل:
"نن چې د لوى اختر وروستۍ ورځ ده، تر دې مهاله په ټول هېواد کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې، په ټوله کې چې کوم تدابیر موږ نیولي، ښه نتیجه يې لرله، امنیتي قطعات او جزوتامونه اوس د تیارسئ په حالت کې دي، په ولایتونو کې درې وړې حملې وې چې مخنیوی يې وشو."
د لوى اختر پر مهال که څه هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو راپورونه ورکول شوي دي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي دا جدي پېښې نه وې.