شینډنډ کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څېړونکی پلاوی خپل راپور وړاندې کوي

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د هوايي برید له امله په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي مرګ‎ژوبلې په اړه د حقیقت موندنې پلاوی به نن د خپلو څېړنو راپور وړاندې کړي.

ښاغلي فرهاد تېره شپه ازادي راډیو سره خبرو کې د ده په حواله د ځینو رسنیو دا راپورونه رد کړل چې ګواکې دا هوايي برید افغان هوايي ځواکونو کړی دی.

فرهاد زیاته کړه:

"د حقیقت موندنې دا پلاوی د دې لپاره ګمارل شوی چې د دې پېښې پټ اړخونه معلوم کړي. شوې ادعاوې وڅېړي او دا هم معلومه کړي چې دا برید د چا له‎خوا پلان شوی و او چا ترسره کړی دی. د پلاوي له‎خوا په دې اړه راټول شوي جزئیات به له رسنیو سره شریک شي."

تر دې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت او ناټو ځواکونو وویل، افغان الوتکو د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بخت‎اباد سیمه کې د طالبانو یو مرکز په نښه کړی دی.

د هرات چارواکو هم پرون تائید کړه چې دا هوايي عملیات د طالبانو په یوه پټن‎ځای شوي دي او په نتیجه کې ۱۹ کسان چې طالبانو زنداني کړي وو، په تېښته بریالي شوي دي.

خو د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري او د شینډنډ یو شمېر اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې په بخت‎اباد کې هوايي برید نړیوالو ځواکونو کړی دی.

روېټرز خبري اژانس وايي، په هوايي بریدونو کې د افغان ملکیانو د مرګ‎ژوبلې د زیاتوالي مسئله په داسې وخت کې بیا پورته شوې ده چې افغان حکومت او نړیوال متحدان‌يې د افغان هوايي ځواک د پیاوړو کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د افغان هوايي ځواک غښتلتیا د افغانستان د حکومت د څلور کلن امنیتي پلان یوه مهمه برخه ده.