"م.م": یوه اوونۍ کې په افغانستان کې تر ۱۰۳۰۰ ډېر خلک بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره وايي، په یوه اوونۍ کې په افغانستان کې تر ۱۰ زره ۳۰۰ ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي.

دې ادارې په خپل راپور کې د هغو ولایتونو نومونه نه‎دي یاد کړي چې افغانان په‎کې د کور پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ د ادارې په دې راپور کې چې پرون دوشنبه خپور شو، ویل شوي چې ۱۰ زره ۲۵ تنه افغانان تېره اوونۍ په خپله خوښه له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او ۱۲۱ نور له پاکستانه افغانستان ته استول شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې له ایرانه هم ۱۰۴ تنه افغانان خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره وايي چې د جګړې او طبیعي پېښو له کبله سږ کال تر اوسه پورې تر ۲ لکه ۱۲ زره زیات افغانان په خپل هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.