په سومالیا کې د پوځې عملیاتو پرمهال ۱۰ تنه وژل شوي

د سومالیا امنیتي ځواکونو چې امریکايي قواوو یې ملاتړ کاوه، پرون جمعه د هغه هېواد پلازمېنې، موګادیشو ته نږدې پر یوه کلي حمله وکړه چې د سیمه ییزو چارواکو په حواله، لس ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.

سیمه ییزو مشرانو او سومالي چارواکو د تلفاتو متفاوتې شمېرې څرګندې کړې دي.

د سیمې د والي مرستیال ویلي چې لس ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، پرون پر یوه کرونده په حمله کې ووژل شول.

خو د سومالیا پوځ وايي چې په حمله کې ټول وژل شوي کسان د القاعده د ملګرې ډلې، الشباب غړي وو او هېڅ ملکي وګړی په حمله کې نه دی وژل شوی.

د سومالیا د معلوماتو وزارت هم په ابتدا کې وویل چې ټول وژل شوي کسان وسله وال دي خو وروسته یې د ملکي تلفاتو خبر تائید کړ او ویې ویل چې داسې څرګندېږې چې په سیمه کې مختلف پوځي عملیات شوي دي.

په افریقا کې د امریکا د پوځي قوماندې مشر تائید کړه چې امریکايي عسکرو د سومالیا پلازمېنې ته نږدې په عملیاتو کې ګډون درلود خو نور جزئیات يې نه دي ورکړي.