رویټرز: امریکايي پیلوټان په افغانستان کې د زیاتو حملو لپاره تیاري نیسي

داسې اټکل کېږي چې د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر اساس ښايي په افغانستان کې د امریکا د هوايي حملو شمېر زیات شي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د امریکا پوځ د روان میلادي کال له پېل راهیسې په افغانستان کې لږترلږه ۲۲۴۴هوايي حملې کړې دي.

په داسې حال کې چې د تېر کال په دولس میاشتو کې په افغانستان کې یوازې ۱۰۴۷هوايي حملې شوې وې.

پر دې اساس، د جنورۍ له میاشتې راهیسې چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه په کار پېل کړی، په افغانستان کې د امریکا د هوايي حملو شمېر تقریباً دوه برابره زیات شوی دی.

د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ستراتېژۍ ډېر جزئیات لا نه دي څرګند شوي.

خو د رویټرز په حواله،د بګرام په هوايي اډه کې پيلوټان ځان د وسله والو طالبانو پر ضد داسې جنګ ته تیاروي چې ښايي په وروستیو درېیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۴میلادي کال په پای کې په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته رسېدلی اعلان کړ.

له هغه راهیسې په افغانستان کې د امریکا هوايي ځواک د اسلامي دولت پر وسله والو یا داعش زیات تمرکز کړی دی.

په بګرام کې د اف شپاړس جنګي الوتکې، پيلوټ تورن دانیل لنزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش په پرتله د وسله والو طالبانو پر ضد مبارزه سخته ده ځکه چې هغوی ته خلک معلوم دي، سیمه پېژني او په خلکو کې ځانونه پټوي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې د افغانستان له هوايي ځواکونو به ملاتړ زیات کړي.

د سپینې ماڼۍ مسئولینو ویلي چې د افغانستان لپاره د نوې ستراتېژۍ یو اساسي هدف له وسله والو طالبانو د زیاتو سیمو بېرته نیول دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د ستراتېژۍ د اعلان پرمهال وویل چې د جګړې په ډګر کې پر امریکايي قوماندانانو به بندیزونه کم شي او د هغوی صلاحیتونه به هم زیات کړي.

خو دا لا نده څرګنده شوې چې د ولسمشر ټرمپ د دې خبرې عملي ډول به څرنګه وي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند، کپټان ویلیم سالوېن رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې اوسمهال، امریکايي ځواکونو یوازې په درېیو مواردو کې د هوايي حملې اجازه لري.

ویلیم سالوېن

ویلیم سالوېن

د کپټان ویلیم سالوېن په وینا، امریکايي ځواکونه له ځانه د دفاع لپاره، د ځانګړو ډلو پرضد د ترورېزم ضد عملیاتو په وخت کې او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د ستراتيژیک پرمختګ لپاره د هوايي حملو اجازه لري.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو ویاند دا نده څرګنده کړې چې پر هوايي ځواک دا محدودیت به بدل شي که نه.

رويټرز خبري اژانس د یو شمېر څارونکو په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د هوايي حملو د زیاتولو لپاره ښايي د امریکا پوځ زیاتو مرستندویانو، د تخنیکي چارو ماهرینو او وسایلو ته اړتیا پېدا کړي.