افغانستان
همت: په کونړ کې هوايي حملې ۳ داعش وسله وال وژلي
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې وسله وال په نښه کړي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله تېره ورځ ناوخته شوې چې پکي د داعش د یوه مهم سیمه ییز قوماندان عبدالرحمان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي وویل چې په دې حملې کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې په کونړ کې د داعش پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې حملې ډېرې شوي او دې سره د داعش د وسله والو فعالیتونه هم محدود شوي دي.
خو تر اوسه داعش ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ایران کې د ۲۰ تنو افغانانو د وژل کېدو پخلی شوی
په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت، یوې سرچینې وویل چې سفارت تراوسه په ایران کې د ۲۰ افغانانو وژل کېدا تثبیت کړې ده.
سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن (پنجشنبې) ازادي راډوی ته وویل، پر هغو ۶ تنو سربېره، چې د یوې کورنۍ غړي وو او د تهران په جنوب کې وژل شوي، سفارت د ۱۲ تنو نورو د جنازو د انتقال مکتوب صادر کړی او ۲ تنه هم په یوه بله جلا پېښه کې وژل شوي دي.
لا هم په دقیق ډول معلومه نه ده چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په نتیجه کې څومره افغانان وژل شوي دي.
ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال اوسي.
د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی
د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو سېلونو وړاندوینه کړې ده.
د اروپايي اتحادیې د هوا پېژندنې ادارې کوپرنیک خبرداری ورکړی چې نن (پنجشنبې) او سبا (جمعه) د افغانستان د ختیځ، جنوب او لویدیځ په ګڼو سیمو کې د شدیدو سېلونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي چې له پُلونو، سیندونو او ټیټو سیمو څخه لېرې پاتې شي.
د وړاندوینو له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په جنوب ختیځ کې سخت بارانونه او سېلابونه دوام وکړي. په پکتیا، پکتیکا او د غزني او زابل ځینې برخې به تر ټولو سخت سېلونه جاري شي.
د هرات، کندهار، فراه، او خوست په شان په جنوبي او لویدیځو سیمو کې د ورښتونو او ورپسې د منځنۍ کچې سېلونو د راوتلو اټکل شوی دی.
نیمروز، بادغیس، میدان وردک، پروان، کاپیسا، هلمند او ځینې نورې سیمې به د کم شدت له سېلونو سره مخامخ شي.
تر دې مخکې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو لپاره په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او سېلونو د احتمال وړاندوینه کړې وه.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د وروستیو سېلونو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي دي. درنو بارانونو نه یوازې د خلکو مرګ ژوبله زیاته کړې، بلکې بنسټیزو تاسیساتو او کرنیزو ځمکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ خبرې نن بیلېږي
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ په چین کې خبرې نن پیلېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (پنجشنبې) وویل چې دا خبرې نن په ارومچي کې کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو جګپوړي چارواکي ګډون لري.
پرون ځینو پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې د ارومچي خبرې، چې د چین په منځګړتوب پیل شوي، بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. خو
نن هم پاکستاني او هم طالب چارواکو وویل چې پرون د دوو هیوادونو پلاوی د خبرو ځای ته ورسېدل او نن به خبرې پیل کړي.
پرون طالبانو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان پر خاوره یې د درنو وسلو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې یو ماشوم وژل شوی او څو نور، چې هغوی هم اکثره ماشومان دي، ژوبل شوي دي.
چین تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د جګړې په اړه له پاکستاني منځګړو سره په تماس کې و
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د یوې " باخبره" سرچینې په حواله وویل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس تر سه شنبې ورځې پورې د ایران د جګړې په تړاو له پاکستاني منځګړو سره په اړیکه کې و.
د دغې سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ونس په ځانګړې توګه دغه پيغام انتقال کړی چې که د امریکا ځینې غوښتنې ومنل شي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند منلو ته چمتو دی.
ونس دغه پيغام هم لیږدولی چې که تهران هوکړه ونه کړي، پر زیربناوو به یې فشارونه زیات شي.
د سرچینې په باور، پاکستان هڅه کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه کې د منځګړي رول ولوبوي.
په افغانستان کې ۳۰ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ ( د حمل ۱۲مه) په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ تنه په دورو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دغه سزاګانې په ننګرهار، نیمروز، فرا او پکتیکا کې خلکو ته د دوی په ټکو ( نامشروع اړیکو، غلا او مور او پلار سره د بد چلند) په تور ورکړل شوي.
سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر دغه کسان په دوه کاله حبس هم محکوم شوي دي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو دوام، تل د ملګرو ملتونو او بشري ادارو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
په تر ټولو تازه غبرګون کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل چې په افغانستان کې دغه ډول بدني سزاګانې د نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت بیا د خپلو دې کارونو ننګه کوي او د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه یې بولي.
سیلابونو د افغانستان ډېره برخه ځپلې، لا هم د ورښت او سیلاب احتمال شته
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې سیلابونو د افغانستان ډیره برخه متاثره کړې او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
دغه پروګرام پر خپله ایکس لیکلي چې ژغورونکي ټیمونه یې د زیانمنو شویو اړتیاوې ارزوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د هوا پیژندنې ادارې ویلي و چې چهارشنبه او پنجشنبه د افغانستان په شلو ولایتونو کې د شړکنده باران او سیلابونو احتمال شته.
پیښو سره د مبارزې چارواکو ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې په سیلابونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه مړه شوي دي.
چین کې د سولې له خبرو سره همهاله، پاکستان نن ماښام پر کونړ بریدونه کړي
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي چې د چهارشنبې په ماښام پر کونړ د پاکستان په توپچي بریدونو کې ۱ ملکي کس وژل شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه تلویزیون پر خپله ایکس پاڼه د پيښې د قربانیانو انځورونه خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپيانو کې ۴ یې ماشومان دي.
وړاندې راغلي چې برید چهارشنبه ماذدیګر په ځایي وخت ۴ بجې او ۵۰ دقیقې د سرکاڼو ولسوالۍ د ناواپاس دوه سرکې سره شوی دی.
پاکستان پنځه اونۍ وړاندې پر افغانستان د بریدونو دغه څپه پيل کړه.
د تاوتریخوالي د دوام راپورونه داسې مهال ورکول کیږي چې نړیوالو اژانسونو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي کې د سولې خبرو ته ناست دي.
تراوسه د اورمچي د خبرو جزییات رسنیز شوي نه دي او دواړو خواوو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تیرو ۲۴ساعتونو کې وروښتونو ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي،" په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ټولو افغانستان کې د وروښتونو له کبله ۶ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي".
د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن چهارشنبې په یوه ویډيو پیغام کې دغه تازه ارقام اعلان کړل.
بل پلو، د هوا پیژندې ادارې نن سهار په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د جاري کیدو خبرداری ورکړی.
همدارنګه دې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل هم کړی وو.
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي
په ایجین سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې ۱۹افغان کډوال مړه شوي دي.
د ترکیې د سمندري ځواکونو ګارد نن چهارشنبې وویل،"دغه افغان کډوال په یوې بادي کښتۍ سپاره وو چې ډوبه شوه".
په سیمه کې د ژوغورنکو ډلې ویلي،" له اوبو ۱۸جسدونه راوستل شوي او په کښتۍ کې ۲۱نور سپاره کسان ژوندي ژوغول شوي دي".
ویل کیږي چې یو کډوال نادرکه دی.
د ترکیې ساحلي ګارډ د کښتې د ډوبیدو علت د سمندر نامناسبه هوا او توپان یاد کړی.
د هوا پیژندنې ادارې راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتو اټکل کړی
د طالبانو په واک کې د هوا پیژندې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ډير شمیر ولایتونو کې د وروښتونو له کبله د سیلابونو د جارې کیدو خبر ورکړی.
دغې ادارې نن چهارشنبې د (حمل۱۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، " په راتلونکو دریو ورځو کې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د باران اندازه له لسو تر ۱۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده".
د هوا پیژندنې ادارې له خلکو غوښتي چې سیندونو او سیلابي سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې دی چې نن د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د باران د وریدو اټکل شوی دی.