یو شمېر سیاسي ګوندونه او وکیلان: د امریکا ستراتېژۍ ډېرې پوښتنې ځواب کړې

یو شمېر سیاسي ګوندونه او د ملي شورا ځیني غړي وايي، د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ روښانه کېدو ډېرې پوښتنې ځواب کړې.

د جمهوري غوښتونکي ګوند مشره عادله بهرام وايي، په ستراتېژۍ کې د افغانانو هغه غوښتنې چې له کلونو یې پرې ټینګار کاوه ځای شوې دي.

اغلې بهرام د سې شنبه په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا له لوري پر پاکستان د ترهګرو د ځپلو په برخه کې فشار راوړل په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره ښه پیلامه کېدای شي.

بهرام وايي:

"موږ د یوه سیاسي ګوند په توګه له دې ستراتېژۍ ملاتړ کوو ځکه په دغې ستراتېژۍ کې څو اساسي ټکي وو، یوه هغه دا وه چې پر پاکستان به فشار راوړل کېږي چې دا مسئله په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په معنی کېدای شي."

دا په داسې حال کې ده چې له میاشتو میاشتو انتظار وروسته نن د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګ‎لاره اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې لوی ټکي دا دي چې په افغانستان کې به‌یې ځواکونه له زماني قید پرته مېشت وي، پر پاکستان به د ترهګریزو ځالو د له‎منځه وړلو لپاره فشارونه زیاتېږي او همداراز هند باید په افغانستان کې لا ډېر رول ولوبوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا انتقاد کوي چې په نوې تګلاره کې چین ته چې په سیمه کې مهم هېواد دی د ونډې نه‌ورکول ستونزې رامنځته کولای شي.

د سیاسي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، د امریکا له لوري د چین د رول بابېزه ګڼل دې اندېښنې ته قوت ورکوي چې په سیمه کې د امریکا پر خلاف د چین، روسیې، ایران او پاکستان ګډ ائتلاف رامنځته شي.

دی وايي:

"د افغانستان په قضیه کې د چین رول بېخي نالیدلی نیول شوی، په داسې حال کې چې سیال هند ته‌یې په سیمه کې پراخه ونډه ورکړل شوې ده چې دا به د چینایانو لپاره ډېره د خوښۍ خبره نه‎وي او دوی به په دې برخه کې اقدامات وکړي چې دا د افغانستان د ثبات لپاره ښه خبره نه‎ده."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د پخوا په پرتله امریکا په واضح توګه پر پاکستان د فشار خبره کړې، خو د پلي کېدو په اړه‌يې شک ښيي.

دوی زیاته کړه:

"حمیداالله ځدراڼ یم، د کابل ښار اوسېدونکی، ما چې څه غوښتل هغه په‎کې راغلي، خو اوس مهمه خبره دا ده چې دوی عمل کې څه کوي پر پاکستان څنګه فشار راوړي."

"امین فضلي یم، دا به یو څه ګټوره تمامه شي ځکه چې په دې ستراتېژۍ کې راغلي چې امریکا هغه پیسې چې پاکستان ته‌یې ورکوي هغه به بندوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی فتح‌الله قیصاري له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د امریکا د تګ‎لارې له اعلان څخه هرکلی وکړ، خو وړاندیز یې دا دی چې امریکا باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر هر څه وړاندې د سولې له بهیره د ملاتړ تر څنګ افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس