د هالیووډ مشهور کمېډین "جري لوئېس" خپل مینه‎وال د غم په ټغر کېنول

د هالیووډ سینما مشهور کمېډین جري لوئېس د یکشنبې په ورځ د ۹۱ کلنۍ په عمر وفات شو.

هغه هنرمند چې کلونه-کلونه‌یې خپل مینه‎وال خندولي وو پرون‌یې هغوی د غم په ټغر کېنول.

جري لوئېس، دغه د ۵۰ او ۶۰ لسیزې د هالیووډ تر ټولو مشهور ستوری د یکشنبې په ورځ سهار په لاس وېګاس کې وفات شو.

د هغه یوې مرستیالې ننسي کېن پرون په یوه بیان کې وویل چې په خواشینۍ سره دا خبره تائیدوم چې نړۍ یو تر ټولو اغېزناک لرونکی شخص له لاسه ورکړ.

په بیان کې ویل شوي چې جري لوئېس په خپل طبیعي مرګ چې د کورنۍ غړي یې په خوا کې و، له دې دنیا لاړ.

دغه هنرمند، لیکوال او مدني فعال په ۱۹۷۷ میلادي کال کې د نوبل د سولې د جایزې لپاره کاندید شوی و.

هغه د یوه ټلوېزیوني پروګرام له لارې د عضلاتو دیسترافي ناروغۍ د درملنې لپاره دوه میلیارده او ۴۵۰ میلیونه ډالره راټول کړي و.

د عضلاتو دیسترافي یوه داسې ناروغي ده چې ورو-ورو عضلات کمزوري او نازک کېږي او نارغ بالاخره له حرکته لوېږي.

جري لوئېس خپل هنري ژوند له نیویارک ښاره بهر په یوه تیاتر کې پیل کړ.

په ۱۵ کلنۍ کې یې د نیویارک د هنري کارونو د پېژندل شویو تنظیموونکو توجه ځان ته جلب کړه او په ۲۰ کلنۍ کې هغه یو وتلی ستوری شو.

جري لوئېس په ۱۹۸۲ میلادي کال کې د زړه سکته وکړه چې ډاکترانو یې حتی د مرګ خبر ورکړ، خو هغه له مرګه بېرته راوګرځېد او خپل کار او ژوند ته‌یې دوام ورکړ.

د هغه ناروغۍ دوام وکړ چې بالاخره په ۱۹۹۲ کال د پروستات د سرطان په ناروغۍ اخته شو.

له دغې ناروغۍ پنځه کاله وروسته د شکر په ناروغۍ هم اخته شو، خو نوموړی دغو ناروغیو ته تسلیم نه‌شو او خپل کار ته‌یې دوام ورکړ.

هغه له «سي. اېن. بي. سي» سره په یوه مرکه کې ویلي و چې هغه کار یې چې پیل کړی نیمګړۍ به‌یې پرې نه‎ږدي او غواړي چې هغه پای ته ورسوي.

بالاخره د هالیووډ د سینما د دغه نامتو ستوري ژوند هم پرون ختم شو، خو د هغه ښکلې او طنزیه ټوکې به د اوږدې مودې لپاره د هغه د مینه‎والو په ذهن کې وي.