ایران کې مهدي کروبي پر غذايي اعتصاب لاس پورې کړی دی

د ایران د حکومت یو مخکښ سیاسي مخالف مهدي کروبي چې له شپږو کلونو راهیسې په کورني حبس کې دی، پر غذايي اعتصاب لاس پورې کړی.

د نوموړي زوی محمد تقي کروبي د ازادي راډیو د فردا څانګې ته وویل، ۷۹ کلن پلار یې د چهارشنبې د ورځ د سهار راهیسې له خوړو لاس واخېست او غواړي چې د کورني حبس پرځای دې محاکمه شي.

د ښاغلي کروبي مېرمن د سهام نیوز په نوم د مخالفینو یوې ویب پاڼې ته ویلي خاوند یې چې یوازې د زړه ناروغۍ درمل کاروي، د کومې عادلانه محکمې تمه نه‎لري، خو غواړي چې هر څه په څرګنده وي.

فاطمې کروبي دا هم ویلي چې خاوند یې غواړي هغه امنیتي مامورین چې دننه په کور کې یې ځای پر ځای شوي له کوره یې ووځي.